کېدای شي چې په یو 'څو میاشتو' کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې پیل شي

سلام ټایمز

کابل -- د طلوع نیوز د راپور په اساس، د سولې په هکله د اجماع لپاره د سیمه ییزو چارو په برخه کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي، محمد عمر داودزي، د چارشنبې په ورځ /د کب ۱/ وویل، کېدای شي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په راروانو میاشتو کې وشي.

دوادزي په کابل کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د یوه کانفرانس په ترڅ کې وویل، «په یو څو میاشتو کې، به مونږ وګورو چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ نېغ په نېغه خبرې اترې پيل شي،»

داودزي وویل، افغان حکومت به د کب په ۲۶ - ۲۹مه یوه مشورتي جرګه ترسره کړي چې برخه وال به په کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په هکله خپل نظرونه شریک کړي. غني نوموړي ته د دغې جرګې د ترتیبولو مسؤلیت ورسپارلی دی.‌

داودزي زیاته کړه، لږ تر لږه ۳۰٪ برخه وال به ښځې وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500