کابل -- د ملي امنیت ریاست د پنجشنبې په ورځ /د کب ۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په کابل کې د طالبانو د ډلې ۴ غړي، چې د غلاوو او وژنو وظیفه ورکړل شوې وه، ونیول.
په اعلامیه کې راغلي، چې مشکوکو کسانو، په پلازمېنه کې د لږ تر لږه ۷۰ مقناطیسي بمونو د ځای پرځای کولو په شمول، په خپلو جرمونو اعتراف وکړ.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.