غزني -- د غزني د والي د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ /د کب ۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان کمانډو سرتېرو په رشیدیان ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د عشر ټولولو د چارو مسؤل مشر وواژه.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د دوشنبې په ورځ وختي د یادې ولسوالۍ په نورمحمد کلا سیمه کې ترسره شول.
مشکوک کس د حاجي متین په نامه یاد شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې عسکرو د دغو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه څلور مشکوک کسان نیولي دي.