خان افغان کډوالو ته اجازه ورکړه چې په پاکستان کې بانکي حسابونه پرانیزي

سلام ټایمز

اسلام اباد -- لومړي وزیر عمران خان د دوشنبې په ورځ /د کب ۶ مه/ اعلان وکړ چې هغه مقاماتو ته حکم کړی چې راجستر شویو افغان کډوالو ته فرصت ورکړي چې په پاکستان کې بانکي حسابونه پرانیزي.

خان په یوه ټویټ کې لیکلي، «له اوس نه، هغوی کولی شي چې د هېواد په په رسمي اقتصاد کې برخه واخلي،»

هغه زیاته کړه، «دا کار باید ډېر پخوا شوی وای،»

د ډان د راپور په اساس، په پاکستان کې د راجستر شویو او نه راجستر شویو په شمول، اټکل ۲.۴ میلیونه افغان کډوال اوسېږي.

خان د وږي په میاشت کې هغه وخت جنجال راپورته کړ چې ژمنه یې وکړه چې په پاکستان کې زېږېدلو افغان کډوالو ته به تابعیت ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500