د ایتلاف هوایي برید په ننګرهار کې د داعش ۶ غړي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د سې شنبې په ورځ /د کب ۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه شپږ غړي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه برید د دوشنبې په ورځ /د کب ۶ مه/ د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیر تنګي سیمه کې په اورپکو وشو.

چارواکو وویل، چې په وژل شویو کې د ابو امین په نامه د داعش یو محلي قوماندان شامل دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500