افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو ۵۵۰ کیلوګرامه نشه ییز توکي ونیول

سلام ټایمز

هلمند -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د کب ۸ مه/ د د ملي امنیت د ریاست له قوله راپور ورکړ چې د هغوی ځانګړیو ځواکونو په هلمند ولایت کې ۵۵۰ کیلوګرامه نشه ییز توکي کشف کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي، دغه عملیات د کورنیو چارو وزارت د نشه يیزو توکو ضد ځواکونو سره په همغږۍ په نوزاد ولسوالۍ کې ترسره شول، خو دا یې نه دي ویلي چې عملیات کله ترسره شول.

چارواکو وویل چې عسکرو د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه درې د طالبانو پټنځایونه ویجاړ کړل او ۳۰ پوځي یونیفورمونه یې ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بالکل، دا ښه خبر او د ټولو افغانانو او امنیتي ځواکونو لپاره تبلیغاتي راپوردی.‌

ځواب ورکړئ