کندهار -- د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ /د کب ۱۰مه/ لږ تر لږه ۲۰ تنه اورپکي وروسته له هغه ووژل چې هغوی په هلمند ولایت کې په یوه پوځي مرکز د برید هڅه وکړه.
د شنبې د ورځې /د کب ۱۱مې/ په اعلامیه کې راغلي چې په دې څو ساعته نښته کې لږ تر لږه ۲۳ تنه افغان سرتېري ووژل شول.
د ای اېف پي د راپور په اساس، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د مړینو شمېر تایید کړ او زیاته یې کړه چې طالبانو لږ تر لږه ۷ تنه ځانمرګي بمي بریدګر توظیف کړي ول چې د جنګ په ترڅ کې ووژل شول.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې لږ تر لږه ۱۶ تنه افغان امنیتي منسوبین ټپیان شول.