مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغان هوایي ځواک بریدونو د یکشنبې په ورځ ناوخته /د کب ۱۲مه/ په فاریاب ولایت کې لږ تر لږه ۷ تنه اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې بریدونو د شپې خواوشا ۱۱ بجې د دولت اباد ولسوالۍ په قوزي بای کلي کې د اورپکو پټنځایونه وویشتل. لږ تر لږه پنځه نور اورپکي ټپیان شول.
هېڅ اورپکې ډلې سمدلاسه څه تبصره نه ده کړې.