د افغانستان د انتخاباتو کمېسیونونو دوه ښځې د مشرانو په توګه وټاکلې

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل دوه ښځې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون د ریسانو په توګه وټاکل شوې.‌

د ولسمشرۍ ۱۷ کاندیدانو د کب په ۱۰ مه د دواړو کمېسیونونو غړي وټاکل. د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ انتخابات د چنګاښ په ۲۹مه ترسره کیږي.‌

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون، چې ۷ غړي لري، حوا علم نورستانۍ، چې پخوا د ولسي جرګې غړې وه، د رییسې په توګه وټاکله.

له دې جلا، د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون زهره بیان شینوارې د خپلې رییسې په توګه وټاکله‌.‌

د دواړو کمیسیونونو رییسانو ته د دوشنبې په ورځ‌ /د کب ۱۳مه/ په کابل کې په یو لړ مراسمو کې سوګند ورکړل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500