په ننګرهار کې پولیسو د حقاني شبکې جیګپوړی قوماندان ونیو

سلام ټایمز

ننګرهار -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان پولیسو په ننګرهار ولایت کې د حقاني شبکې یو قوماندان ونیو.

په اعلامیه کې راغلي چې مشکوک کس، چې د ملا میرویس په نامه یاد شوی، د سې شنبې په ورځ /د کب ۱۴مه/ په جلال اباد کې ونیول شو.

د اعلامیې په اساس، میرویس په ننګرهار ولایت کې د یوه ۴۰ کسیز ګروپ مشري کوله او په دغه ولایت کې د ګڼ شمېر بریدونو او وژنو د پلانولو مسؤل وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0
0
نه
0 تبصره
د تبصرو تګلاره Captcha