ننګرهار -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان پولیسو په ننګرهار ولایت کې د حقاني شبکې یو قوماندان ونیو.
په اعلامیه کې راغلي چې مشکوک کس، چې د ملا میرویس په نامه یاد شوی، د سې شنبې په ورځ /د کب ۱۴مه/ په جلال اباد کې ونیول شو.
د اعلامیې په اساس، میرویس په ننګرهار ولایت کې د یوه ۴۰ کسیز ګروپ مشري کوله او په دغه ولایت کې د ګڼ شمېر بریدونو او وژنو د پلانولو مسؤل وو.