کابل -- د ملي امنیت ریاست د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۶مه/ په یوه ټویټ کې ولیکل چې د هغوی ځانګړیو ځواکونو په هلمند ولایت کې په افغان ځواکونو د تېرې اونۍ د اصلي طراحانو له ډلې څخه یو وواژه.
د ملي امنیت ریاست وویل چې دغه عملیات د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۵مه/ په نوزاد ولسوالۍ کې ترسره شول او زیاته یې کړه چې ۷ تنه نور اورپکي ونیول شول.
افغان ځواکونو لږ تر لږه ۲۰ تنه طالب جنګیالي هغه وخت ووژل چې هغوی د کب په ۱۰مه له لشکرګاه سره نژدې د افغان ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو په مرکز د برید هڅه وکړه.