د کابل په غونډه د برید د مړو شمېر ۱۱ ته ورسېد

ای اېف پي

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ /د کب ۱۷مه/ وویل چې په کابل کې په یوه غونډه د برید د مړو شمېر ۱۱ او د ټپیانو شمېر ۹۵ ته ورسېد. په دې غونډه کې جیګپوړو افغان مشرانو برخه اخیستې وه.

یوې امنیتي سرچینې ای اېف پي ته وویل، خواوشا یو درجن د هاوان ګولۍ په هغو خلکو باندې وورول شوې چې د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۶مه/ یې د طالبانو له خوا د شیعه ګانو د وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین په یاد غونډه کې چې په خلاصه فضا کې ترسره کېدله، برخه اخیستې وه.

مقاماتو د پنجشنبې په ورځ ناوخته د مړو شمېر ۳ او د ټپیانو شمېر ۳۲ ښودلی وو.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ای اېف پي ته وویل، «له بده مرغه، په برید کې د درې ښځو په شمول ۱۱ کسان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي،»

هغه زیاته کړه، اکثر تلفات ملکي خلکو ته وراوښتي دي.

که څه هم چې د پېښې پړه داعش پر غاړه واخیسته خو رحیمي یې ملامتیا پر طالبانو ور واچوله. طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.‌

د رحیمي په وینا، پولیسو په چټکۍ سره هغه وداني محاصره کړه چې دا ډزې ترې شوې وې، دوه بریدګر یې ووژل او اصلي مشکوک کس یې ونیو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چیرته افعان ځواګونو ته خپل صلاحیت ورکړل شي،فکر کوم چې هیڅ ستونزه به رالاړه نشي.ځکه افغان سرتیر پوره ځواک سره کولی شي چې دامریکا دنه مر ستو په مقابل کې د خپل ځان او ولس هیواد دفاع وکړي.

ځواب ورکړئ