'وهمي ادعا': کابل د ملا عمر په هکله نوی راپور رد کړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

کابل -- افغان حکومت د دوشنبې په ورځ /د کب ۲۰ مه/ هغه راپور رد کړ چې وایي د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر له مرګ څخه مخکې په افغانستان کې له یوې امریکایي اډې سره نژدې ژوند کاوه.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ‌ کې ولیکل، «مونږ دا وهمي ادعا په کلکه ردوو، او داسې یوه هڅه یې بولو چې د طالبانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړ کوونکو لپاره یو هویت جوړوي،»

هغه وویل، «مونږ داسې کافي اندازه شواهد لرو چې ښیي هغه په پاکستان کې اوسېده او هلته مړ شو.»

د یوې هالنډۍ ژورنالستې بیټي دام له خوا د تیارې شوې یوې نوې بیوګرافۍ په اساس، ملا عمر په ۱۳۹۱ کال کې د هغه له مړینې څخه مخکې درې کاله په زابل ولایت کې له یوې امریکایي اډې سره نژدې ژوند کاوه.‌

امرالله صالح، چې له ۱۳۸۲ څخه تر ۱۳۸۸ پورې د افغانستان د استخباراتو رییس وو، په ځواب کې ویلي، «زه ډېر او ښه ډېر داسې شواهد لرم چې ښیي چې هغه په پاکستان کې ژوند کاوه،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500