کابل -- د ملي امنیت ریاست د یکشنبې په ورځ /د کب ۱۹مه/ وویل چې د هغوی ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې په یوه تعمیراتي شرکت د تېرې اونۍ د برید طراح وواژه.
د ملي امنیت ریاست د یکشنبې په ورځ د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، مشکوک کس په مومند دره ولسوالۍ کې ووژل شو.
دوه ځانمرګو بمي بریدګرو خپل چاودېدونکي مواد د کب په ۱۵مه په جلال اباد کې د یاد شرکت په دروازه کې وچول. دغې چاودنې درې نورو ترهګرو ته لاره برابره کړه چې سیمې ته ننوځي او هلته لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژني.