د ملي امنیت ریاست په بغلان کې د طالبانو د ډلې ۳ مهم غړي ونیول

سلام ټایمز

کابل -- د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۱مه/ وویل چې د دغې ادارې منسوبینو په بغلان ولایت کې د طالبانو د ډلې درې مهم غړي ونیول.‌

د ملي امنیت ریاست اعلامیې، چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، د نیونو د وخت په هکله د جزیاتو له ورکړې څخه پرته، لیکلي، چې یاد مشکوک کسان په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل ول، او د پوځي استخباراتي معلوماتو په راټولولو کې یې لاس درلود.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500