غزني -- د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ /د کب ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې هوایي بریدونو په غزني ولایت کې لږ تر لږه ۳۱ ترهګر ووژل.
په اعلامیه کې د پېښې د وخت په هکله د نورو جزیاتو له ورکړې څخه پرته راغلي چې، دغو بریدونو د هند براعظمګي ګې د القاعدې اړوند یو پوځي بېس وویشت.
د دغو ترهګرو مشري د قاري عارف په نامه یوه کس کوله.
اعلامیه زیاتوي چې په وژل شویو کې ۹ داسې کسان شامل وو چې د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو شوي ول.