مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د کب ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغان هوایي ځواک بریدونو په کندوز ولایت کې لږ تر لږه ۷ تنه طالب اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې دغو بریدونو د چارشنبې په ورځ د شپې په خواوشا ۱۲:۳۰ بجو په خان اباد ولسوالۍ کې د ملا علاءالدین مشهور په واثق په مشرۍ د طالبانو یو کاروان وویشت.
اعلامیه زیاتوي چې اورپکي د خواجه پسته په لوري روان ول، چې وویشتل شول.
په اعلامیه کې راغلی چې، علاءالدین چې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو یو مهم قوماندان وو، په وژل شویو کې شامل دی.