کابل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د کب ۲۳مه/ د ملي امنیت ریاست له قوله راپور ورکړ چې د دغې ادارې ځانګړیو ځواکونو په نیمروز ولایت کې د طالبانو په څو مرکزونو باندې بریدونه وکړل.
د ملي امنیت ریاست په اعلامیه کې د برید د وخت په هکله له نورو جزیاتو ورکولو څخه پرته راغلي چې ځانګړیو ځواکونو په دل آرام او خاشرود ولسوالیو کې یو پټنځای، محبس او د نشه ییزو توکو لابراتوار په نښه کړل.
اعلامیه زیاتوي چې عسکرو ۱۰ ټنه نشه ییز توکي او د اورپکو وسلې ونیول. یو اورپکی ووژل شو.
دغو مرکزونو د طالبانو محلي مشرانو ملا سلام چې په حاجي صبور مشهور وو او مولوي هاشم چې په حنظله مشهور وو، پورې اړه لرله.