افغان پولیسو په کندهار کې د طالبانو د چاودېدونکو توکو ذخیره ویجاړه کړه

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د کب ۲۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د پولیسو ځانګړیو ځواکونو په کندهار ولایت کې د طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه لویه ذخیره کشف او ویجاړه کړه.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۱مه/ په خاکرېز ولسوالۍ کې ترسره شول.‌

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افعانان بايد نور حپل ځان او دونيا وپيژنى چې نور پر موږه څه حل روستى دى اومونږه څه کوو

ځواب ورکړئ