مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د کب ۲۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د تېرو ۴۸ ساعتونو په دوران کې په فاریاب ولایت کې لږ تر لږه ۲۸ تنه طالب جنګیالي ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي، ځمکني عملیات، چې د هوایي ځواک ملاتړ ورسره وو، د قیصار ولسوالۍ په ارکیلک، شاخ، زهوریه، زیارتګاه او نو دره سیمه کې ترسره شول.
اعلامیه وایي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې افغان ځواکونو ته تلفات ور واوښتل، خو نور جزیات یې نه دي لیکلي.