کابل -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۸مه/ د یوه افغان پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې افغان ځواکونو د تېر یو کال په دوران کې د هېواد په شمال کې نژدې ۳۸۰۰ طالب اورپکي وژلي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان مرستیال جنرال ادم خان متین وویل، «په مجموع کې، مونږ تر ولید ۹۷ عملیاتو لاندې ۸۸ عملیات ترسره کړل،»
هغه زیاته کړه، «دا عملیات د دې لپاره ترسره شول چې د قانون د حاکمیت، امنیت او عامه خوندیتابه ملاتړ وکړي. په عملیاتو کې د وژل شویو ۳۷۷۱ اورپکو له ډلې څخه خواوشا ۶۴ خارجي اتباع ول،»
متین وویل، «د هېواد په شمال یا شمال شرقي ولایتونو کې د افغان ځواکونو هېڅ امنیتي پوسته تر محاصرې لاندې نه ده،»