افغان چارواکو د ولسمشرۍ انتخابات د تلې میاشتې پورې وځنډول

ای اېف پي

کابل -- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د چارشنبې په ورځ‌ /د کب ۲۹مه/ د ولسمشرۍ را روان انتخابات د تلې د میاشتې تر ۶ مې پورې وځنډول.

د ولسمشرۍ انتخاباتو ته اصلاً د وري ۳۱ مه وخت ټاکل شوی وو او بیا د چنګاښ ۲۹مې ته ځنډول شوي ول.

ډېرو کتونکو یادې دوه نېټې له واقعیت نه لیرې بللې وې، ځکه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لا هم د تېرې تلې میاشتې د ولسي جرګې انتخاباتو نتایج وروستي کړي نه دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د چارشنبې په ورځ /د کب ۲۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې انتخابات «له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخامخ شوي ... له دې امله، دا ناشونې ده چې انتخابات دې په پخوانیو اعلانی شویو وختونو ترسره شي».

په اعلامیه کې راغلي، «د دې لپاره چې د انتخاباتو قانون په بهتر ډول تطبیق او شفافیت او همدارنګه د رایه ورکوونکو نوم لیکنه ډاډمنه شي، د ولسمشرۍ انتخابات، د ولایتي شوراګانو انتخابات او د غزني ولایت د ولسي جرګې انتخابات به د تلې په ۶ مه ترسره شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500