د داعش چاودنې په کابل کې د نوروز د لمانځنو په ترڅ کې ۶ کسان ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

کابل -- مقاماتو وویل، چې په کابل کې د پنجشنبې په ورځ /د وري ۱/ د نوروز د لمانځنو په ترڅ کې چاودنو لږ تر لږه ۶ کسان ووژل.‌

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ای اېف پي ته وویل، «په کابل کې د نن ورځې په چاودنو کې۲۳ کسان ټپیان شوي او ۶ کسان شهیدان شوي [وژل شوي] دي. د کورنیو چارو وزارت دا ارقام تایید کړي دي.

داعش د خپلې رسنۍ اعماق له لارې د بمي چاودنو مسؤلیت پر غاړه واخیست. د پولیسو د تعقیب په اساس، درې ماینونه د ریموټ په وسیله کنټرولېدل -- یو د یوه جومات په تشناب کې، یو د یوه روغتون شاته او یو د برېښنا په مېټر کې ځای پرځای شوی وو.

دا چاودنې کابل پوهنتون او کارته سخي زیارت سره نژدې وشوې، چې ډېر افغانان په کې هر کال نوروز لمانځي. دا د نوي کال دودیزه رخصتي ده خو بنسټګران مسلمانان یې غیر اسلامي بولي.‌

ولسمشر اشرف غني په یوه ټویټ کې ولیکل، «په داسې حال کې چې مونږ دا نېکمرغه ورځ لمانځو چې مونږ سره یوځای کړي، زمونږ هېوادوالو په کابل کې یوه بله ویجاړوونکې ورځ ولیدله. زمونږ سوله غوښتونکي هېوادوال د داسې بزدلانو د کړنو ښکار شول چې هېڅ ارتباطات نه پېژني.»

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وویل، امنیتي ځواکونو له کابل پوهنتون سره نژدې یو څلورم ماین شنډ کړ، او زیاته یې کړه چې ماینونه د لمانځنو له اصلي ساحې څخه لیرې ول.

په ورته وخت کې خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ، چې هغوی د داعش شپږ اورپکي په داسې حال کې نیولي چې د نوروز په ترڅ کې یې په کابل کې د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو لپاره پلانونه جوړول.

پوره یو کال مخکې،داعش د هغې چاودنې مسؤلیت پر غاړه واخیست چې په زیارت کې د هغو خلکو له ګڼه ګوڼې سره نژدې وشوه، چې دغه ورځ یې لمانځله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500