افغان ځواکونو په کندوز او بدخشان کې ۲ طالب جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د وري ۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو په کندوز او بدخشان ولایتونو کې دوه طالب جنګیالي ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې یوه هوایي برید د یکشنبې په ورځ /د وري ۴ مه/ د کندوز ښار په کنم کلي کې یو طالب جنګیالی وواژه او یو بل یې ټپي کړ. اعلامیه زیاتوي، چې هغوی د طالبانو د وژل شوي مشر ملا اخترمحمد منصور د ډلې غړي ول.

اعلامیه وایي، همدارنګه د یکشنبې په ورځ افغان توپچي واحدونو د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د طلحه په نامه یو طالب اورپکی وواژه او یو بل یې ټپي کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500