ځانګړیو پولیسو په ننګرهار کې ۴ طالب اورپکي ونیول

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د وري ۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د پولیسو د ځانګړیو واحدونو عمومي قوماندانۍ په ننګرهار ولایت کې څلور طالب اورپکي ونیول.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه برید د سره رود ولسوالۍ په چمتله سیمه کې ترسره شو.‌

د اعلامیې په اساس، په نیول شویو کې د ملا تراب په نامه د طالبانو یو مهم غړی هم شامل دی.

اعلامیه وایي، «ملا تراب په سره رود ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت په بېلابېلو برخو کې د ترهګریزو او ویجاړونکو فعالیتونو، وسله والو بریدونو او چاودنو اصلي پلان جوړونکی وو،»

په همدې اعلامیه کې راغلي، له دې جلا، د پولیسو د ځانګړیو واحدونو یونټ د لوګر ولایت په پل عالم کې د ځانمرګو دوه واسکټونه شنډ کړل.‌

په اعلامیه کې د یوې پېښې هم د دقیق وخت په هکله یادونه نه ده شوې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500