په هلمند کې هوایي برید د طالبانو د استخباراتو د مشر په ګډون ۶ تنه اورپکي ووژل

سلام ټایمز

هلمند -- د هلمند ولایت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ /د وري ۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې په دغه ولایت کې یوه هوایي برید د استخباراتو د یوه مشر په ګډون ۶ تنه طالب جنګیالي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې برید د دوشنبې په ماسپښین په سنګین ولسوالۍ کې له شرافت بازار سره نژدې د طالبانو یو مرکز وویشت.

د چارواکو په وینا، په برید کې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو نوی مشر جهادیار هم ووژل شو.

اعلامیه زیاتوي، چې هېڅ ملکي خلکو ته زیان ونه رسېد.‌

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500