خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره یو بل سفر پيل کړ

ای اېف پي

واشنګټن -- د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د وري ۶ مه/ وویل،چې د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د متحده ایالاتو له خوا د سولې د معاملې مرکچي بیا سیمې ته ځي چې د خبرو یو نوی پړاو پیل کړي.‌

خلیلزاد به په دغه سفر کې، چې د دوشنبې په ورځ /د وري ۵ مه/ پيل شو او په پام کې ده چې د وري تر ۲۱مې دوام وکړي، افغانستان او همدارنګه ګاونډي پاکستان ته لاړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت دا تایید نه کړه چې هغه به له طالبانو سره تازه خبرې وکړي خو ویې ویل چې هغه په قطر کې، چې له اورپکو سره د خبرو اترو معمول ځای دی، تم شي.‌

د بهرنیو چارو وزارت وویل، د خلیلزاد سفر «د یوې عمومي هڅې برخه ده چې د سولې داسې یوه پروسه اسانوي چې ټول افغان لوري په پراخو بین الافغاني خبرو اترو کې سره یوځای کوي».‌

په داسې حال کې چې خلیلزاد بېرته ستون شوی، په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر جان باس هم د افغانانو په رول باندې تاکید وکړ.‌

باس په یوه ټویټ کې لیکلي، «افغانان د دې وړ دي چې د سولې په هکله خپل انتخابونه وکړي. په دې کې دا شامل دي چې هغوی چېرې تیار دي چې سره جوړجاړی وکړي، چېرې تیار نه دي چې جوړجاړی وکړي، او څنګه اختلافات سره حل کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500