د ایتلاف هوایي برید په ننګرهار کې ۵ داعشي جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د وري ۸ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۵ غړي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې برید د چارشنبې په ورځ /د وري ۷مه/ د اچین ولسوالۍ په باغ دره او بندر سیمو کې ترسره شو.

دا تازه برید وروسته له هغه وشو چې افغان ځواکونو د دوشنبې په ورځ /د وري ۵ مه/ په عین ولسوالۍ کې د ۱۴ ساعته اوږدو عملیاتوپه ترڅ کې تر ۸۷ پورې داعشي جنګیالي ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500