افغان ځانګړیو ځواکونو په هلمند کې ۲۱ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ /د وري ۸ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل،‌ چې افغان ځانګړیو ځواکونو په هلمند ولایت کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ تنه اورپکي ووژل.

اعلامیه د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته لیکي، چې عملیات د سنګین ولسوالۍ په سید محمد، حیدر اباد او شورګین کلیو کې ترسره شول.

اعلامیه وایي، چې څلور تنه اورپکي ټپیان شول، او زیاتوي چې افغان ځواکونو یوه اندازه وسلې او مهمات ویجاړ کړل.

د اعلامیې په اساس، عملیات «په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل» او افغان ځواکونو ته په کې هېڅ تلفات ور وانه وښتل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500