افغان پولیسو په بدخشان کې د نشه ییزو توکو لابراتوار ویجاړ کړ

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ /د وري ۸ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغانستان د نشه ییزو توکو ضد ځانګړیو عملیاتو پولیسو او د پولیسو د ځانګړیو واحدونو عمومي قوماندانۍ په بدخشان ولایت کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د نشه ییزو توکوه یوه فابریکه ویجاړه کړه.

اعلامیه د دقیق وخت له یادولو څخه پرته لیکي، چې عملیات د درایم ولسوالۍ په نیمتلا کلي کې ترسره شول.

اعلامیه وایي، پولیسو ۲۰۰ کیلوګرامه مایع اپین او نامعینه اندازه کیمیاوي مواد، چې د هیرویینو د تولید لپاره کارول کیږي، او ورسره نشه ییز توکي او نور مواد، ویجاړ کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500