افغان ځواکونو په بلخ کې دوستم ته له کمین نیول کېدلو څخه وروسته ۴ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

مزارشریف -- افغان ځواکونو د طالبانو یو قوماندان او د هغه درې جنګیالي وروسته له هغه ووژل چې اورپکو د شنبې په ورځ /د وري ۱۰ مه/ د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې یوه کاروان ته، چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم یې لېږداوه، کمین ونیو.‌

چارواکو وویل، چې دوستم ژوندی ووت، خو د هغه یو ساتونکی ووژل شو.

د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د یکشنبې په ورځ /د وري ۱۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې عسکرو د متقابلو عملیاتو په ترڅ کې ۷ نور اورپکي ونیول.

د دوستم د دفتر پخواني رییس عنایت الله بابر ای اېف پي ته وویل، په دغه یو ساعته جنګ کې د کاروان څو نور غړي ټپیان شول.

دوستم په هغه باندې له څو بریدونو څخه ژوندی وتلی دی. د دغو بریدونو په لړ کې یو د تېر چنګاښ په میاشت کې په کابل کې وشو چې داعش یې مسؤلیت ومانه او ۲۳ کسان په کې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500