ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د چارشنبې په ورځ /د وري ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په ننګرهار ولایت کې د داعش پنځه غړي ووژل.
د اعلامیې په اساس، برید د چارشنبې په ورځ /د وري ۱۳مه/ په اچین ولسوالۍ کې په اورپکو باندې وشو.
په اعلامیه کې راغلي، چې په وژل شویو کې د سلیمان په نامه د داعش یو محلي قوماندان شامل دی.
د رسنیو دفتر وویل، چې برید د اورپکو اړوند وسلې او مهمات ویجاړ کړل. ملکی خلکو ته څه زیان نه دی رسېدلی.