افغان ځواکونو له بالامرغاب څخه طالبان په شا وتمبول

سلام ټایمز او ای اېف پي

بادغیس -- افغان ځواکونو د فاریاب ولایت له بالامرغاب ولسوالۍ څخه یوه ورځ وروسته له هغه طالب اورپکي په شا وتمبول چې ولایتي چارواکو وویل چې اورپکو په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه افغان عسکر ووژل.

د دفاع وزارت د جمعې په ورځ /د وري ۱۶مه/ په یوه ټویټ کې ولیکل، «تصفیوي عملیات چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سهار وختي پیل کړي دي، په پوره ځواک سره پر مخ روان دي. تازه نفسي ځواکونه رسېدلي دي. طالب ترهګر په منډه دي،»

وزارت وویل، «هوایي بریدونو د طالبانو سنګرونه ویجاړ کړي دي. مهم مرکزونه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي،»

وزارت زیاته کړې، «طالبانو مورال له لاسه ورکړی او د جګړې له ډګرونو څخه تښتي،»

د ای اېف پي د راپور په اساس، د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ /د وري ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د تلاشۍ له یو شمېر پوستو څخه تکتیکي په شا تګ کړی چې د ملکي خلکو د تلفاتو مخه ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500