په بګرام کې د طالبانو له 'ډارن' ترهګریز برید سره سره متحده ایالاتو د سولې لپاره د کار کولو ژمنه وکړه

سلام ټایمز او ای اېف پي

کابل -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۹مه/ ژمنه وکړه چې له هغه «ډارن» ترهګریز برید سره سره به چې د پروان ولایت له بګرام هوایي ډګر سره نژدې یې لږ تر لږه درې تنه امریکایي عسکر ووژل، په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو لپاره هڅې دوام ومومي.

پومپیو د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «زه د هغو امریکایانو کورنیو ته چې له بګرام سره نژدې ووژل شول، د زړه له تله دعاګانې کوم. زه دغه کرکجن ترهګریز عمل غندم.»

هغه وویل، «د متحده ایالاتو عسکرو په افغانستان کې د خپلو سرونو قربانۍ ورکړې چې مونږ خوندي وساتي او هېڅ ډارن ترهګریز عمل به مونږ د سولې له رامنځته کولو څخه په شا نه کړي.»

طالبانو د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د سړک د غاړې د دغه بمي برید مسؤلیت واخیست.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت وویل چې بم درې امریکایي عسکر او یو افغان قراردادي ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500