د ایتلاف هوایي بریدونو په پکتیکا او غزني کې ۱۳ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د سې شنبې په ورځ /د وري ۲۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ایتلاف هوایي بریدونو په پکتیکا او غزني ولایتونو کې په دوه جلا جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه اورپکي ووژل.

د اعلامیې په اساس، هوایي بریدونو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ملک شاهي او ګانچي سیمو کې اورپکي وویشتل او ۸ کسان یې په کې ووژل.

اعلامیه وایي چې له دې جلا، دوه هوایي بریدونو د غزني ولایت په اندړ او ناوه ولسوالیو کې ۵ تنه اورپکي ووژل.

چارواکو ونه ویل چې دغه هوایي بریدونه کله ترسره شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500