افغان ځواکونو په ننګرهار کې د طالبانو پټنځای ونیو

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د چارشنبې په ورځ /د وري ۲۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په لالپوره ولسوالۍ کې د طالب اورپکو په یوه لوی پټنځای باندې برید وکړ.

اعلامیه وایي چې دغه عملیات د لالپورې ولسوالۍ په شاه کوټي سیمه کې وشول خو د وخت په هکله یې جزیات نه دي ورکړي. اعلامیه زیاتوي چې له دغه پټنځای څخه د ترهګریزو فعالیتونو د مرکز او محبس په توګه کار اخیستل کېده.

د رسنیو د دفتر په وینا، سرتېرو د اورپکو اړوند وسلې او مهمات ضبط کړل.

چارواکو وویل چې هېڅ ملکي خلکو ته تاوان نه دی ور رسېدلی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500