طالبانو په افغانستان کې په سره صلیب او ډبلیو اېچ او بندیز اعلان کړ

ای اېف پي

کابل -- د سره صلیب نړۍ والې کمېټې (آی سي آر سي) د پنجشنبې په ورځ /د وري ۲۳مه/ وویل چې هغوی په افغانستان کې خپل کار وروسته له هغه وځنډاوه چې طالبانو د بشري مرستو په دغه ګروپ او د روغتیا نړۍ واله موسسه (ډبلیو اېچ او) باندې بندیز اعلان کړ.

د طالبانو د یوې اعلامیې په اساس،‌ د سره صلیب نړۍ والې کمېټې له طالبانو سره په کړیو «موافقو عمل» نه دی کړی.

همدارنګه طالبانو په ډبلیو اېچ او تور ولګاوه چې د واکسیناسیون د کمپاین په ترڅ کې «مشکوک حرکتونه» کوي.

اورپکو ویلي چې په نتیجه کې طالبانو «پرېکړه کړې چې تر بل یادښت پورې په ټول هېواد کې د دغو دوه موسسو پر فعالیتونو بندیز ولګوي» او یاده کړې یې ده چې هغوی به د روغتیایي کارکوونکو خوندیتوب تضمین نه کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500