د دفاع وزارت د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو ادعا 'یوازې پروپاګند' وبلله او رد یې کړه

ای اېف پي

کابل -- طالبانو د جمعې په ورځ /د وري ۲۳مه/ خپل کلني پسرلني عملیات اعلان کړل. دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالات او افغان سیاستوال هڅه کوي چې له یادې ډلې سره د یوه سوله ییز حل په هکله خبرې وکړي.‌

د دفاع وزارت ویاند قیس منګل د طالبانو ادعا شوي عملیات د «یوازې پروپاګند» په توګه رد کړل.

منګل وویل، «طالبان به خپلو ناوړه هدفونو ته ونه رسېږي، او د هغوی عملیات به د تېرو کلونو په څېر ناکام کړای شي.»

د طالبانو اعلان په داسې حال کې مخته راځي چې تمه ده د را روانې میاشتې په لومړیو کې د کابل حکومت د ځینې چارواکو په شمول د افغان سیاسي مشرانو او طالبانو تر منځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو یو تازه پړاو ترسره شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500