افغان ځواکونو پر تیشکان ولسوالۍ د طالبانو برید په شا وتمباوه او ۶ اورپکي یې ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د وري ۲۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو وروسته له هغه چې اورپکو د بدخشان ولایت د تیشکان ولسوالۍ په مرکز برید وکړ د هغوی شپږ تنه ور ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه نښته د دوشنبې په شپه /د وري ۲۵مه/ وروسته له هغه پیل شوه چې اورپکو له څو خواوو پر ولسوالۍ بریدونه پیل کړل.

اعلامیه زیاتوي چې افغان عسکرو یا ملکيانو ته هېڅ زیان نه دی ور رسېدلی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500