داعش په ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې ۸ غړي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوشنبې په ورځ /د وري ۲۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې داعش ته ژمنو جنګیالیو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې یا ځانګړیو ځواکونو لږ تر لږه ۸ غړي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې د یکشنبې په ورځ /د وري ۲۵مه/ د خوګیاڼو ولسوالۍ په حیدر او اسمان کلیو او همدارنګه په ابراهیم خېلو او وډیسار سیمو کې د دواړو ډلو تر منځ جګړه ونښتله.

اعلامیه زیاتوي چې په دغو نښتو کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۴ د داعش جنګیالي وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500