افغان ځواکونو په فاریاب کې ۱۱ طالب جنګيالي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د وري ۲۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په فاریاب ولایت کې د بېلابېلو نښتو په ترڅ کې د څلورو محلي قوماندانانو په شمول ۱۱ تنه طالب جنګیالي ووژل.‌

د اعلامیې په اساس دغه جنګ په دولت اباد، خواجه سبزپوش او قیصار ولسوالیو کې ترسره شو.‌

اعلامیه زیاتوي چې په وژل شویو کې د قاري ګلبدین، قاري محمدالله، ملا ظریف چې په تایمني هم مشهور وو او ملا عبدالله په نومونو طالب قوماندانان شامل دي.

چارواکو وویل چې یو عسکر مړ شو او یو بل ټپي شو. ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی ور رسېدلی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500