په غزني کې ګډو عملیاتو ۱۰ ملکي کسان د طالبانو له زندان څخه را ازاد کړل

سلام ټایمز

ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۳ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان او ایتلافي ځواکونو په غزني ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان برید وکړ او ۱۰ ملکي کسان یې را ازاد کړل.

په اعلامیه کې د برید د وخت په هکله له جزیاتو څخه پرته راغلي چې دغه عملیات د قره باغ ولسوالۍ په بالا سیمه کې ترسره شول.

اعلامیه زیاتوي چې عسکرو لږ تر لږه ۹ تنه اورپکي ووژل او پنځه نور یې ونیول.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500