افغان ځواکونو په زابل کې ۵۳ کسان د طالبانو له زندان څخه را ازاد کړل او ۸ اورپکي یې ووژل

سلام ټایمز

زابل -- طلوع نیوز د جمعې په ورځ /د غوایي ۶ مه/ د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په زابل ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۵۳ تنه بندیان را ازاد کړل.

وزارت د عملیاتو د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته ویلي چې دا عملیات په دای چوپان ولسوالۍ کې ترسره شول.‌

اعلامیه زیاتوي چې ژغورونکو ۸ تنه طالب اورپکي ووژل.

په ژغورل شویو بندیانو کې څلور قوماندانان او څلور پولیس افسران شامل دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500