غني نوی افغان پارلمان پرانست

ای اېف پي

کابل -- ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ /د غوایي ۶ مه/ د افغانستان نوی پارلمان پرانست، په داسې حال کې چې په لسګونو چوکۍ لا هم تشې پاتې وې.‌

رایه ورکوونکیو او حکومت د تلې د ۲۸مې د انتخاباتو لپاره د سیالۍ په ترڅ کې د طالبانو د ګڼو ترهګریزو عملونو او ګواښونو پر وړاندې مقابله وکړه .

چارواکو تر اوسه پورې د ۳۳ چوکیو نتایج، چې تخنیکي ستونزو او د تقلب تورونو ټکني کړي دي، نه دي اعلان کړي. ولسي جرګه ۲۴۹ چوکۍ لري.

غني په پارلمان کې د خپلې پرانستونکې وینا په ترڅ کې وویل، «نن د ملت په کور کې، د پارلمان اکثریت نوي غړي تعلیم یافته او د نوي نسل خلک دي چې د ښځو حقونه او بشري حقونه به خوندي کړي.»

د طلوع نیوز د راپور له مخې، غني زیاته کړه چې افغانستان له طالبانو سره «د مستقیم بهرني ملاتړ» له امله له ننګونو سره مخامخ دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500