افغان ځواکونو د اورپکو د وسلو ذخیره ویجاړه کړه او د داعش ۷ غړو ځانونه وچول

سلام ټایمز

اروزګان -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۹ مه/ د پوځي سرچینو له قوله راپور ورکړ چې افغان ځانګړیو ځواکونو په اروزګان ولایت کې یوه د وسلو ذخیره کشف او ویجاړه کړه.

راپور وایي چې عسکرو د ولایت په مرکز ترینکوټ کې وسلې او چاودېدونکي توکي ویجاړ کړل.

د راپور په اساس، د وسلو په ذخیره کې «۱۶ فشاري پلېټي [په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې]، دوه د ځانمرګو واسکټونه، ۱۲ بوسټر لرونکي راکټونه او ۱۶۱ ماشین ګنونه شامل ول.»

له دې جلا، د افغان ملي اردو په یوه اعلامیه کې راغلي چې د شنبې په ورځ /د غوایي ۷ مه/ لږ تر لږه ۷ د داعش ترهګر هغه وخت ووژل شول او درې نور ټپیان شول چې هغه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله له وخت نه مخکې وچاودېدله چې هغوی غوښتل په کونړ ولایت کې یې ښخه کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې په مړو کې د داعش د چاودېدونکو توکو دوه کارپوهان هم شامل دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500