کندهار -- د افغان ملي اردو ۲۰۵ اتل قول اردو د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په اروزګان ولایت کې په جنګ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه طالب اورپکي ووژل.
اعلامیه د پېښې د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وایي چې د سرتېرو ماموریت د ولایت د مرکز ترینکوټ په لمنو کې ترسره شو او دا د خالد - ۹۸ عملیاتو برخه وو.
اعلامیه زیاتوي چې عسکرو دوه پټنځایونه او د اورپکو ځینې وسلې ویجاړ کړل.