داودزي له طالبانو وغوښتل چې د مشورتي لویې جرګې سپارښتنو ته غوږ ونیسي

سلام ټایمز او ای اېف پي

کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۱مه/ راپور ورکړ چې د سولې په هکله د اجماع لپاره د سیمه ییزو چارو په برخه کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي محمد عمر داودزي پر طالبانو غږ وکړ چې د ملت د روانې مشورتي لویې جرګې سپارښتنو ته غوږ ونیسي.‌ دغه جرګه د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۲مه/ پای ته رسېږي.‌

د هېواد د بېلابېلو برخو خواوشا ۳۲۰۰ استازو د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۹مه/ په کابل کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د چوکاټ‌ په هکله بحثونه پیل کړل.

د لویې جرګې د دایرونکي کمېسیون مسؤل داودزي وویل، «طالبان باید د سولې د جرګې د استازو سپارښتنو ته غوږ ونیسي.»

د ای اېف پي د راپور له مخې، هغه خبریالانو ته وویل، «دغه جرګه د سولې د پروسې لپاره یو منطقي پیل جوړوي. په جرګه کې ناست خلک به پرېکړه وکړي او د خبرو لپاره به پولې او چوکاټ وټاکي.»

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې په ورځ وویل، «د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د خبرو شپږم پړاو به په دوحه کې نن پیل شي.»

په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت تایید کړه چې دغه خبرې «روانې دي».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500