افغان ځواکونو په سمنګان کې ۱۸ طالب جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په سمنګان ولایت کې د درې محلي قوماندانانو په ګډون ۱۸ تنه طالب اورپکي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۱مه/ په روی دو آب ولسوالۍ کې ترسره شول.

اعلامیه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو ۱۱ تنه طالب جنګیالي ونیول او د اورپکو اړوند وسلې او یوه عراده یې ونیول.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500