خلیلزاد وایي، متحده ایالات چمتو دي چې ټول لوري وسلې پر ځمکه کېږدي

ای اېف پي

دوحه -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ /د غوایي ۱۴مه/ وویل چې متحده ایالات دې ته چمتو دي چې په افغانستان کې په ۱۷کلن جنګ کې «ټول لوري» خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د وروستي پړاو خبرو مشري کوي. دغلته دواړو لورو د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۶مه/ د روژې د پیل په مناسبت په خبرو کې یوه ورځ دمه وکړه.

خلیلزاد په یوه ټویټ کې ولیکل، «د سولې د هرې پروسې په نتیجه کې ټول لوري وسلې پر ځمکه ږدي.»

«دا چې ټول لوري موافقه کوي چې تاوتریخوالی کم کړي د دغې نتیجې د ممکنولو په لور یو مهم ګام او له اخلاقي پلوه ښه انتخاب دی چې په مخکې نیول کیږي. مونږ چمتو یو.»

خلیلزاد دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې ولسمشر اشرف غني وویل چې هغه چمتو دی چې «سملاسي» او «دایمي» اوربند وکړي. طالبانو دغه وړاندیز رد کړ.

غني همدارنګه وړاندیز وکړ چې د ښه نیت څرګندولو په موخه ۱۷۵ بندیان خوشې کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500